پر اوکراین تر برید وروسته د پوتین محبوبیت ډېر شوی
پر اوکراین تر برید وروسته د پوتین محبوبیت ډېر شوی
دا د فبرورۍ پر۲۴مه پر اوکراین د روسیې تر یرغل وروسته د لاوادا ادارې لومړۍ نظرپوښتنه ګڼل کېږي. دغه نظرپوښتنه د مارچ له ۲۴مې تر ۳۰ پورې په روسیه کې له ۱۶۳۲ کسانو سره د مخامخ مرکو له لارې شوې ده.
(2022 / 4 / 3 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په روسیه کې یوه نوې نظرپوښتنه ښيي چې د اوکراین د جګړې تر پیل وروسته د ولسمشر ولادیمیر پوتین د ملاتړو شمېر زیات شوی دی.
د لاوادا سنټر په نوم ادارې په هغه نظرپوښتنه کې چې تازه يې پايلې خپرې شوې، ښوول شوي چې په سلو کې ۸۰ پوښتل شویو کسانو په اوکراین کې د پوتین د اقداماتو ملاتړ کړی دی.
دا د فبرورۍ پر۲۴مه پر اوکراین د روسیې تر یرغل وروسته د لاوادا ادارې لومړۍ نظرپوښتنه ګڼل کېږي. دغه نظرپوښتنه د مارچ له ۲۴مې تر ۳۰ پورې په روسیه کې له ۱۶۳۲ کسانو سره د مخامخ مرکو له لارې شوې ده.