امریکا ویلي چې پر طالبانو فشار راوړ تر څو د افغان نجونو حقوق ورکړي 

0
96

امریکا ویلي چې پر طالبانو فشار راوړ تر څو د افغان نجونو حقوق ورکړي 

دې وزارت ویلي چې دغه مرستې به د غیر دولتي سازمانونو، په ځانګړې توګه د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د صندوق (یونیسف) د مهاجرت نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د نفوس د صندوق له لارې ولګول شي.

(2022 / 4 / 2  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د امریکا بهرنیو چارو وزارت وایي، چې پر طالبانو فشار راوړي څو د بشري حقونو په برخه کې په خپلو ژمنو عمل وکړي او د نجونو حقونو ته په ځانګړې توګه د هغوی د زده کړو حق ته درناوی وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مارچ ۳۱ مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره خبرداری ورکړ، چې که طالبان په‌دې هکله جدي ونه‌اوسي, ددې وضعیت دوام به د افغانستان اقتصادي ودې، د نړۍ سره د تعامل لپاره د طالبانو هڅو ته تاوان ورسوي.

امریکا دا څرګندونې په داسې مهال کړي، چې طالبانو په افغانستان کې پر ښځو او نجونو ګڼ شمېر محدودیتونه لګولي دي.

دوی په خپلې تازه پرېکړه کې له شپږم ټولګي پوته نجونې تر امر ثاني له ښوونځیو منع کړې.

امریکا دغه راز افغانستان سره د بشري مرستو په دوام دا ځل د ۲۰۴ میلیون ډالرو مرستو د ورکولو ژمنه وکړه.

دې وزارت زیاته کړه چې دغه نوی مالي بنډل د هغو مرستو سربیره دی چې امریکا د ۲۰۲۱ میلادي څخه تر اوسه ددې هیواد له خلکو سره مرستې کړې دي.

Leave a reply