د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې نړۍ باید ا.ا سره تعامل وکړي 

0
90

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې نړۍ باید ا.ا سره تعامل وکړي 

نوموړي څرګنده کړې ده چې که چېرته نړۍ له طالبانو سره تعامل ونه کړي نو نه یوازې له ترهګرۍ سره مبارزه سختېږي بلکې ممکن له دغه هېواد څخه یو ځل بیا نړۍ ته ګواښونه متوجه شي.

 

(2022 / 4 / 2   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د روسیې  د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف یو ځل بیا ویلي چې نړۍ باید له طالبانو سره تعامل وکړي. هغه په یوه تازه مرکه کې زیاته کړې ده چې د ا.ا.ا سره د نړیوالو تعامل به د افغانستان او هم د نړۍ په ګټه وي.

نوموړي څرګنده کړې ده چې که چېرته نړۍ له طالبانو سره تعامل ونه کړي نو نه یوازې له ترهګرۍ سره مبارزه سختېږي بلکې ممکن له دغه هېواد څخه یو ځل بیا نړۍ ته ګواښونه متوجه شي.

لاوروف دغه راز ویلي چې ستونزه په طالبانو کې هم ده، د هغوی په حکومت کې سیاسي او قومي تنوع نشته او دې ته یو ټولشموله دولت نه شي ویل کېدای.

د لاوروف  په خبره، د طالبانو حکومت کې ټول طالبان دي بل څوک پکې نه لیدل کېږي چې دا له طالبانو سره د نړیوالو د تعامل پر وړاندې ستر خنډ دی.

Leave a reply