د پاکستان فوځ سرلښکر د هند په اړه یو مهم بیان مخې ته راغلې

0
180

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال قمر جاوېد باجوه د هند لخوا په پاکستان کې د توغول شوي کروز ميزائيل په غورځېدو خواشيني څرګنده کړې ده.

دامنيتي خبرو اترو په دستورو کې دپوځ سرلښکر وويل دسولې او ثبات دسوکالۍ او پرمختيا لپاره بنيادي اهميت لري، سيمه دترهه ګرۍ، اقليمي بدلون اؤ بې وزلۍ په شان ننګونو سره مخ ده، دترهه ګرۍ په ضد جګړه کې ٩٠ زره اولسي وګړي قرباني شوي دي.
باجوه اوویل چې زمونږ هڅې به د وروستي ترهګر له منځه وړلو پورې دوام ولري.جنرال قمر جاوېد باجوه وايي، پاکستان له نړيوالې ټولنې سره د افغانستان د مرستې لپاره لاسونه يو کړي، خو د افغانانو د مرستې لپاره لا زيات کار ته اړتيا ده، د اوکراين د کړکېچ له امله بايد افغان ولس هېر نه شي.

Leave a reply