قمر باجوه لۀ خلیلزاد سره د افغانستان پۀ اړه خبرې کړې دي

قمر باجوه لۀ خلیلزاد سره د افغانستان پۀ اړه خبرې کړې دي
سرچینې زیاته کړې چې نوموړي د دې فورم په څنډه کې د پاکستان د پوڅ له مشر جنرال باجوه سره د دواړو هېوادونو پر اړیکو او د افغانستان پر وروستیو حالاتو خبرې کړې دي. په خبرپاڼه کې راغلي، جنرال باجوه د افغانستان پر اقتصادي وضعیت اندېښنه څرګنده کړې او له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي.
(2022 / 4 / 2 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان د پوځ له مشر جنرال باجوه سره پر افغانستان خبرې کړې دي.
د پاکستان د پوځ لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې خلیلزاد په اسلام اباد امنیتي فورم ناسته کې د ګډون په موخه اسلام اباد ته تللی دی.
سرچینې زیاته کړې چې نوموړي د دې فورم په څنډه کې د پاکستان د پوڅ له مشر جنرال باجوه سره د دواړو هېوادونو پر اړیکو او د افغانستان پر وروستیو حالاتو خبرې کړې دي. په خبرپاڼه کې راغلي، جنرال باجوه د افغانستان پر اقتصادي وضعیت اندېښنه څرګنده کړې او له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي.
د امریکا دغه پخواني دیپلومات په داسې حال کې پاکستان ته سفر کړی چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان پر امریکا تور پورې کړی چې د ده د حکومت د ړنګولو هڅه کوي او له ګواښونو ډک لیک یې ورته استولی دی.






