بهرنیو چارو وزارت: ایران سره د کړو ژمنو عملي کولو ته ژمن یو 

0
206

بهرنیو چارو وزارت: ایران سره د کړو ژمنو عملي کولو ته ژمن یو 

هغه زیاته کړې چې په ناسته کې دواړو لورو د اکست ۱۵ مې له تحول وروسته سیاسي، اجتماعي او اقتصادي وضعیت و ارزاوه. سرچینه زیاتوي چې امیر خان متقي د حکومتولۍ، اقتصاد او امنیت په برخو کې د افغان حکومت د لاسته راوړنو په اړه هر اخیزې خبرې وکړې.

 

(2022 / 4 / 2   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې له ایران سره د شوو هوکړو پلې کولو لپاره به په ګډه هڅې کوي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپل ټویټر لیکلي چې پرون ددغه وزارت سرپرست امیر خان متقي د ایران د بهرنیو چارو له وزیر محمد حسین امیر عبدالهیان سره په چین کې وکتل.

هغه زیاته کړې چې په ناسته کې دواړو لورو د اکست ۱۵ مې له تحول وروسته سیاسي، اجتماعي او اقتصادي وضعیت و ارزاوه. سرچینه زیاتوي چې امیر خان متقي د حکومتولۍ، اقتصاد او امنیت په برخو کې د افغان حکومت د لاسته راوړنو په اړه هر اخیزې خبرې وکړې.

د سرچینې په وینا، دواړو لور هیله څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو تر منځ د شوو توافقاتو پلي کولو لپاره به په ګډه هڅې کوي څو له شته فرصتونو ګټه واخلي او د همسایه هيوادونو په توګه یو له بل سره همکار و اوسي.

Leave a reply