ازبک او افغان چارواکو پر ګډې همکارۍ ټینګار کړی

ازبک او افغان چارواکو پر ګډې همکارۍ ټینګار کړی
د سرچینې په وینا د ازبکستان لومړي وزیر عمر زاکوف له افغان حکومته هیله څرګنده کړه چې ازبک سوداګرو ته په افغانستان کې د پانګونې زمینې برابرې کړي. د سرچینې په خبره دواړو لورو هوکړه وکړه چې د افغانستان او ازبکستان تر منځ ګډې سوداګرۍ، په تېره د افغانستان د صادراتو او وارداتو تر منځ مثبت بېلانس ته په ګډه کار وکړي.
(2022 / 4 / 1 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ازبکستان چارواکي وايي د ترمذ – مزار شریف – کابل – پېښور رېل پټلۍ پروژه که د تمویل له ستونزو سره مخ شي، دوی به یې تمویل کړي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد ضیا تکل رسنیو ته په استولي پيغام کې لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال او بهرنۍ پانګونې له وزیر سردار عمر زاکوف سره په چین کې وکتل.
دی وايي دواړو لورو د افغانستان او ازبکستان د حکومتونو تر منځ د همکاریو د لارې نقشې او پرمختګونو هرکلی وکړ او هیله یې څرګنده کړې چې ژر نهايي او پلې شي. د ده په وینا متقي ویلي، چې ازبکستان د افغانستان په بهرني سیاست کې مهم ځای لري.
هغه زیاته کړې، لکه څنګه چې افغانستان سویلي اسیا ته د ازبکستان لپاره د ترانزېټ ښه لاره برابروي، په ورته ډول ازبکستان تر منځنۍ اسیا او روسیې پورې د افغانستان توکو ته ښه لاره ده.