امریکا: که طالبان له کړو ژمنو په شا شي، هیلو ته به یې سخت زیان ورسیږي

0
47

امریکا: که طالبان له کړو ژمنو په شا شي، هیلو ته به یې سخت زیان ورسیږي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري په تازه بیان کې راغلي چې امریکا د افغانانو د بشري اړتیاوو ملاتړ ته ژمنه ده او تر هغې د ا.ا په مشرانو خپلو فشارونو ته دوام ورکوي تر څو د افغانستان د ټولو اتباعو بشري حقونو ته د درناوي په برخه کې خپلې ژمنې عملي او افغان نجونو ته د زده ‌کړو زمینه برابره کړي.

 

(2022 / 4 / 1   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ا.ا له لوري په نجونو د زده ‌کړو د بندیز د پرېکړې په بېرته اخیستو ټینګار کړی. دغه وزارت تازه له ا.ا غوښتي چې د منځنۍ او لېسې دورې نجونو زده‌ کوونکو ته د زده کړو اجازه ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري په تازه بیان کې راغلي چې امریکا د افغانانو د بشري اړتیاوو ملاتړ ته ژمنه ده او تر هغې د ا.ا په مشرانو خپلو فشارونو ته دوام ورکوي تر څو د افغانستان د ټولو اتباعو بشري حقونو ته د درناوي په برخه کې خپلې ژمنې عملي او افغان نجونو ته د زده ‌کړو زمینه برابره کړي.

یاد وزارت دا بیان په جنیوا کې د ملګرو ملتونو په مشرۍ د یو شمېر هېوادونو ترمنځ د افغانستان د بشري وضعیت ارزونې او مرستو راټولولو له انلاین ناستې وروسته نن سهار خپور کړی دی.

په دغه بیان کې ټینګار شوی چې که طا لبان له خپلو کړو ژمنو په شا شي د افغانانو د اقتصادي ودې او له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو د ښه کولو په برخه کې به د طا لبانو هیلو ته سخت زیان ورسېږي.

بل‌خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د افغانستان پر وخت تېره شپه ناوخته په یوه خبري ناسته کې هم له ا.ا د نجونو د زده ‌کړو د پیل غوښتنه وکړه.

Leave a reply