امریکا پر روسیې نوي بندیزونه ولګول 

امریکا پر روسیې نوي بندیزونه ولګول 

د امریکا د خزانې وزارت په روسیې د دې بندیزونو د اعلان په هکله په یوې اعلامیې کې ویلي چې دا بندیزونه د هغو شبکو او ټکنالوژۍ د شرکتونو د ځپلو برخه ده چې د کرملین سره د بندیزونو څخه د ځان په تیر ایستلو کې مرسته کوي.

 

(2022 /  4 / 1   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د امریکا حکومت په ۱۳ افرادو او ۲۱ ادارو چې د روسیې د ټکنالوژۍ سکتور سره سر او کار لري د نویو بندیزونو لګولو اعلان وکړ.

امریکا ویلي چې دې ادارو او افرادو د هغو بندیزونو څخه د کرملین په خلاصولو کې مرسته کوله چې په روسیې پدې خاطر لګیدلي چې د غربي هیوادونو څخه ټکنالوژي د نظامي مقاصدو لپاره وانشي خیستلی.

د امریکا د خزانې وزارت په روسیې د دې بندیزونو د اعلان په هکله په یوې اعلامیې کې ویلي چې دا بندیزونه د هغو شبکو او ټکنالوژۍ د شرکتونو د ځپلو برخه ده چې د کرملین سره د بندیزونو څخه د ځان په تیر ایستلو کې مرسته کوي.

د خزانې وزارت ویلي چې دغه شرکتونه او افراد د روسیې د فدراسیون د جګړې د ماشین لپاره مهم دي. دا لومړی ځل ندی چې متحده ایالات په اوکراین د روسیې د یرغل له کبله په مسکو بندیزونه لګوي.

تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر جو بایډن د روسیې څخه د تیلو او ګازو په ټولو وارداتو د بندیز لګولو اعلان کړی و.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *