ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره ۲.۴۴ میلیارده ډالر مرسته راټوله کړې 

0
195

ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره ۲.۴۴ میلیارده ډالر مرسته راټوله کړې 

د رویټرز د راپور له مخې،  جرمني چې د دغه کنفرانس کوربتوب کوي، ۲۰۲۲ کال لپاره افغانستان سره څه باندې ۲۲۱ میلیون ډالره مرسته اعلان کړې. همدا راز امریکا د ۲۰۴ میلیون ډالرو، اروپايي ټولنې د ۱۱۳ میلیون یورو، ناروې ۸۰ میلیونه ډالر ، قطر د ۲۵ میلیون او کویټ د ۱۰ میلیونه ډالر مرستې ژمنه کړې ده.

(2022 / 4 / 1  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ملګرو ملتونو د افغانستان په تړاو د مرستو ټولولو په موخه جوړ شوي کنفرانس کې ۲،۴۴ میلیارده ډالر مرسته  راټوله کړه. تر دې مخکې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوترېش له نړیوالې ټولنې د افغانستان لپاره د ۴،۴ میلیارده ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو، قطر، جرمني او بریتانیا په کوربتوب د افغانستان لپاره د مرستو راټولولو کنفرانس تیره شپه په جنیوا کې جوړه شوې وه، چې پکې د ۴۱ هیوادونو استازو برخه اخیستې وه.

ملګري ملتونه وايي چې دا مرستې د افغانانو لپاره د خوراکي توکو ، سرپناه، روغتیايي او نورو اړینو توکو لپاره راټوله کړې ده.

دا مهال د افغانستان ۲۴ میلیون نفوس بشري مرستو ته اړتیا لري او ملګري ملتونه افغانستان د نړۍ یو تر ټولو بد بحران یادوي. د یادې نړیوالې ادارې سرمنشي انتوني ګوترېش دغه کنفرانس ته په خپلې وینا کې وویل چې د افغانستان ۹۷ سلنه خلک بشپړ خوراکي توکي نه لري او کابو ۹ میلیونه یې له وچکالۍ سره مخ دي.

Leave a reply