اروپايي ټولنه: افغانانو ته ۱۱۳ میلیونه یورو مرسته برابروو 

0
202

اروپايي ټولنه: افغانانو ته ۱۱۳ میلیونه یورو مرسته برابروو 

دا ټولنه وايي، چې له افغان کډوالو سره د مرستې لپاره ایران ته ۱۱ او پاکستان ته ۷ میلیونه یورو لېږي. اروپايي ټولنې ویلي، چې دوه میلیونه یورو هم د دغې ټولنې بشردوستانه هوايي پروازونو ته ځانګړې شوې دې.

 

(2022 /  4 / 1  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

اروپايي ټولنې ویلي، چې افغانانو ته ۱۱۳ میلیونه یورو بشردوستانه مرسته برابروي، چې په افغانستان او سیمه کې يې بېړنو اړتیاوو ته رسېدنه وشي.

دغې ټولنې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دا مرستې د روغتیايي، خوړو، سرپناه او د ملکیانو د خوندیتابه برخې رانغاړي او همداراز په ګاونډیو هېوادونو کې له افغانانو سره پر مرستو هم متمرکزې دي.

اروپايي ټولنې ویلي چې افغانستان د لوږې له کبله د نړۍ تر ټولو بد ناورین سره مخ دی. له بلې خوا، د وروستیو بدلونونو له کبله میلیونونه افغانان ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان ته تللي دي.

دا ټولنه وايي، چې له افغان کډوالو سره د مرستې لپاره ایران ته ۱۱ او پاکستان ته ۷ میلیونه یورو لېږي. اروپايي ټولنې ویلي، چې دوه میلیونه یورو هم د دغې ټولنې بشردوستانه هوايي پروازونو ته ځانګړې شوې دې.

دغې ټولنې ویلي، چې دا مرستې به د نړیوالو سازمانونو، سره سلیب نړیوالې کمېټې او سرې میاشت ټولنې له لارې کېږي.

Leave a reply