عمران خان ویلي چې امریکا نور نغواړي زۀ پۀ واک کې واوسم 

0
78

عمران خان ویلي چې امریکا نور نغواړي زۀ پۀ واک کې واوسم 

عمران خان وویل چې د امریکا د حکومت لخوا ددوی د سفیر په لاس له ګواښونو ډک یو لیک ورته استولی او ګواښ یې کړی چې د عمران خان حکومت باید نور دوام ونه کړي. هغه زیاته کړې چې پاکستان یو خپلواک هیواد دی، او دا یې په کورنیو  چارو کې لاسوهنه ده.

(2022 / 4 / 1  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د پاکستان لومړي وزیر عمران  خان تور پورې کړی چې امریکا د ځینو پاکستانیو سیاستوالو سره یو ځای دده د حکومت د ړنګولو هڅه کوي.

عمران خان دا څرګندونې پرون ددې هېواد پر ملي تلویزیون د پاکستان ولس ته په یوه وینا کې وکړه، چې په ژوندۍ بڼه خپره شوه.

نوموړي پر امریکا دا تور په داسې حال کې ولګاوه، چې د پاکستان د اپوزیسیون ګوندونو اتحاد په ملي شورا یا قامي اسامبلۍ کې د عمران خان پر ضد د نه باور قرارداد وړاندې کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د عمران خان دوه متحدین چې په پارلمان کې یې ټول ۱۱ څوکۍ دي، له اپوزیسیون سره لاس یو کړی او له حکومت څخه یې لارې جلا کړې دي.

Leave a reply