چین په کابل کښې سفارت نه دې تړلې، غواړي افغانستان کښې امن راشي

0
69

باغي ټي وی رپورټ
په ۳۱ اګست کال ۲۰۲۱ د افغانستان نه د امریکایی او نیټو ځواکونو د وتلو نه پس په افغانستان کښې د چین او ګاونډي هیوادونو پاکستان او ایران اهمیت ډیر زیات شوي او دا هیوادونه وس غواړي چې دلته امن راشي.

په رسنیو کښې داسې رپورټونه راغلي چې د چین سفارت، دغه شان د پاکستان او روس سفارتونه هم په کابل کښې نه دي تړل شوي ،سرچینې وایی چې دا ملکونو دې ته په اتنظار دي چې طالبان نوې حکومت اعلان کړي نو بیا به ی دوی تسلیموي.

د پاکستان ،چین او روس دغه غوښتنه ده چې طالبان دې داسې حکومت جوړ کړي چې پکښې ټول ګروپونه شامل وي او ټولو افغانانو ته قبول وي.

یاده دې وي چې پرون هم د اسلامی امارت مشرانو د چین هیواد یو شمیر لوړ پوړي مشرانو سره په کابل کښې ناسته وکړه.
په دې ناسته کښې د اسلامی امارت مشرانو د چین هیواد چارواکو سره په افغانستان کښې د بشري مرستو او د کورونا د مخینوي په حقله خبرې وکړې.
د اسلامی امارت د مشرانو د طرف نه د چین مشرانو ته د افغانستان سره اړیکو په اهمیت او اړیکې جاري ساتلو په اشاره د چین هیواد د مرستو مننه وکړه.

Leave a reply