د ۹/۱۱ نهم ستمبر برید او پیښه کې پاکستان ککړ نه وو: عمران خان

0
66

باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم عمران خان نن د زیارت په ورځ قوم ته په وینا کې ویلي دي چې دشورو په ورځ به دبې اعتمادۍ په رايه اچونه کې د هيواد دبدلون فيصله کيږي، خان به وینا کې اوویل چې زه به استعفى نۀ ورکوم، تر اخري بال پورې به مبارزه کوم.
په امریکا د ۹/۱۱ برید په اړه وزیراعظم عمران خان اوویل چې په دې برید او پیښه کې پاکستان ککړ نه وو نو بیا ولې ددې جنګ برخه جوړ شو او دا ی زیاته کړه چې پاکستان له نه وو په کار چې ددې جنګ برخه جوړ شو.

وزيراعظم عمران خان اوویل چي خودداري د آزاد قوم نښه ده، هغه اوویل چرته چي انصاف نه وي هغه قوم تباه کيږي۔
نوموړي اوویل چې زما دا سوچ او نظریه دې چې مونږ دې د بل غلامان ولې یو؟ عمران خان اوویل چې زه په آزاد پاکستان کې پیدا شوې یم. هغه اوویل چې مسلمانان د چا غلام نه شي جوړیدې
ځکه چې د لا اله الا الله معنی دا ده چې له الله پرته بل د عبادت او بندګې قابل او لایق نشته دې.
وزيراعظم وويل الله تعالى مونږ انسانان غوره مخلوق جوړ کړي دي، مونږ ته يې د ملائکو نه هم لوړ مقام راکړى دى، خو کله چې ايمان کمزورى وي او د پيسو او ويرې عبادت وکړو نو د ميږيانو په څير ځغليږو.

هغه وويل چې په ماشومتوب کې به ټولې نړۍ د پاکستان مثالونه ورکول، وروسته مو وليدل چې خپل هېواد مو سپک او خراب شو، وزیراعظم عمران خان اوویل چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم لاره اسانه نه وه، بلکې د عظمت او عزت لاره وه، الله تعالی مونږ ته په دې لاره د تللو امر کړی دی.

Leave a reply