عمران خان ته پي ایم ایل ن مرکزي مشر مهمه مشوره او لار ښودلې ده

باغی ټي وي رپورټ
د مسلم ليګ (ن) مرکزي مشر ميا جاويد لطيف وزيراعظم عمران خان ته د نورو مشکلاتو نه بچ کولو لپاره محفوظه لاره ورکولو په اړه بيان ورکړے دے۔
دکورنيو چارو وزير شيخ رشيد بيان په ځواب کې جاويد لطيف وويل اپوزيشن 200 غړي لري خو شيخ رشيد وايي راتلونکي 48 ساعته مهم دي.
هغه وويل عمران خان غواړي چې بې باورۍ پرته ورته د کور لاره وښودل شي،هغه زیاتوي چې ستاسو په ضد نړيوال سازش او ستاسو د وژلو بهرنۍ منصوبه چرته ده؟
ميا جاوېد لطيف زياته کړه چې که د نړيوال سازش په اړه عمران خان په دروغو ویلو معافي اوغواړو نو اپوزيشن به عمران خان ته د ټولټاکنو په شکل لاره ورکړي.






