علي وزیر پۀ موقت ډول لۀ بنده آزاد کړل شوی
علي وزیر پۀ موقت ډول لۀ بنده آزاد کړل شوی
د کراچۍ زندان د پولیسو مشر حسن ستو ويلي چې علي وزیر د سیند صوبې د کورنیو چارو وزارت په امر له کراچۍ څخه اسلام اباد ته ليږي څو په پارلمان کې د لومړي وزير عمران خان د عدم اعتماد تحريک په غونډه کې ګډون وکړي.
(2022 / 3 / 31 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
پاکستان کې د سیند حکومت د دغه هيواد په پارلمان کې د جنوبي وزیرستان استازی او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ علي وزیر په موقت ډول له زندانه ازاد کړی دی.
د کراچۍ زندان د پولیسو مشر حسن ستو ويلي چې علي وزیر د سیند صوبې د کورنیو چارو وزارت په امر له کراچۍ څخه اسلام اباد ته ليږي څو په پارلمان کې د لومړي وزير عمران خان د عدم اعتماد تحريک په غونډه کې ګډون وکړي.
علي وزیر له شاوخوا ۱۵ مياشتو راهیسې د کراچۍ په زندان کې بندي دی. پر هغه د رياست او ریاستي ادارو پر ضد د ويناوو او د خلکو د پارولو توورنه دي. د علي وزير وکيلان وايي، چې هغه د پاکستان د اساسي قانون پر بنسټ د بيان د ازادۍ حق درلود چې په ويناوو کې يې ترې استفاده کړې ده.
نوموړی تر دې وړاندې هم څو ځلې له زندانه د پارلمان په غونډو کې د ګډون لپاره ازاد شوی خو وروسته بيرته زنداني شوی دی.