شاکس جمرود کې عملیات شوي، یو شمیر نشه ی توکي قاچاق کوونکي او نور تورن کسان نیول شوي

باغی ټي وي رپورټ
د خېبر ضعلې به تحصيل جمرود شاکس سيمه کښې د نشه يي توکو د کاروباريانو او مجرمينو په ضد عمليات ترسره شوي دي ان نن پای ته هم رسیدلي دي.
د ځایی سرچنیو مطابق د جمرود په سیمه شاه کس کښي د سکيورټي فورسز او د پوليس اهلکارو ګډو عملياتو کښي 173 شکمن کسان نيولي شوي دي .
د تفصيلاتو ترمخه خيبر پوليس د روژې مياشتي په مناسبت د جمرود حيات آباد پوليس سټيشن سره نزدې شاکس سيمه کښې د پوليس، پاک فوځ او ايف سي ګډ سرچ او اسټرائک اپريشن پیل کړو او تر ډیرو ساعتونو پس ی پای ته ورسولو. په اپریشن کې ګنړ شمیر غیرقانوني وسلی او نشه ی توکي ترلاسه شوي دي.

د ضلعي پوليس افسر عمران خان په خاص حکم د جمرود ايس ايچ او ملک اکبر آفريدي په مشرئ کښي د رمضان المبارک په مبارکه مياشت کې ټینګ امنیت ساتلو لپاره د جمرود پوليس سټيشن حيات آباد سره نزدې شاه کس سيمه نشه توکو کاروباريانو، شکمنو کسانو او تورن کسانو په ضد چاڼیز عمليات ترسره شو۔
په عملياتو کې د پاکستان پوځ، ايف سي او د بم ډسپوزل سکواډ، ښځینه اهلکارو او ځوانانو په ګډون د پوليسو په ګڼ شمير کې برخه واخسته او ۱۷۰ داسې شکمن کسان ی ونیول چې په دوی تور دې چې د نشه ی توکو په خرڅولو او نور سیمو ته قاچاق کولو په ناوړه دنده کې ککړ دي.






