د ا.ا.ا ویلي چې لۀ افغانستان سره مرستې دې نۀ سیاسي کېږي

ملګرو ملتونو ويلي چې راټوليدونکې مرستې به په هيڅ صورت ا.ا ته ونه سپارل شي، خو د ا.ا مرکزي وياند ذبيح الله مجاهد ويلي چې بشري مرستې دې له سياسي مسايلو سره نه تړل کيږي. هغه ويلي حکومت يې د ټولو هغو مرستو هرکلی کوي چې د بشردوستۍ په روحيه د افغانستان له خلکو سره کيږي.
(2022 / 3 / 31 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ا.ا.ا په جنيوا کې د افغانستان لپاره د مرستو د جلب په موخه د جوړې شوې نړيوالې غونډې هرکلی کړی خو ويلي يې دي چې نړۍ دې بشري مرستې له سياسي مسايلو سره نه تړي.
په پام کې ده چې نن د بريټانيا، جرمني او قطر په کوربه توب په جنيوا کې د افغانستان لپاره د بشري مرستو د راټولولو په موخه انلاين ناسته وشي.