د پرویز الهي د ټاکلو لپاره نمبرې پوره دي

0
151

باغی ټي وي رپورټ
د پنجاب د قانون وزير راجه بشارت دعوه کړې ده چې د پرويز الهي وزيراعلي جوړولو لپاره شمېره پوره شوې ده.
د پنجاب په بدلیدونکي سیاسي صورتحال باندې د صوبائي وزیرانو غونډه شوې چې پکښې د موجوده سیاسي صورتحال او د پنجاب د نوي وزیراعلی د انتخاب په مسلې غور وشو.
تر غونډې وروسته د قانون وزیر راجا بشارت ادعا وکړه چې د پرویز الهي د پنجاب د اعلی وزیر جوړولو لپاره دا شمېرې کافي دي.
هغه وويل ناراضه غړي هم دچوهدري پرويز الاهي سره په تماس کې دي او دهغه ملاتړ هم لري نو ځکه به ځينې ناراضه غړي هم ډير زر له پرويز الاهي سره وي.
صوبايي وزير دعوه وکړه چې جهانګير ترين ډلې سره هم په تماس کې دى او زياته يې کړه چې ډير زر به مثبت پرمختګ وشي په داسې حال کې چې د مسلم ليګ ن غړي هم له پرويز الهي سره دي.
چوهدري ظهيرالدين دا هم وويل چې پرويز الهي د وزیراعلی په څوکۍ ټاکلو لپاره هغه سره نمبرې پوره دي.

Leave a reply