چین او روسیه د نوي نړۍوال اقتصادي نظام د رامنځته کېدو پۀ لټه کې دي

0
134

چین او روسیه د نوي نړۍوال اقتصادي نظام د رامنځته کېدو پۀ لټه کې دي

د روسيې د بهرنيو چارو وزير ويلي چې نړۍ د نړيوالو اړيکو په تاريخ کې ډيرې جدي مرحلې ته رسيدلې ده. هغه په يوه ويډيويي پيغام کې چې د چين د بهرنيو چارو وزير سره تر کتنې وړاندې يې خپور کړی ويلي، موږ له تاسو او خپلو نورو ملګرو سره د څو قطبي، عادلانه او ډيموکراټيک نړيوال نظام د جوړولو پر لوري روان يو.

 

(2022 / 3 / 31  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د روسيې د بهرنيو چارو وزير پر اوکراين د هغه هيواد تر بريد وروسته په لومړي ځل له خپل چينايي سيال سره د کتنې پر مهال د نوي نړيوال نظام د رامنځته کولو خبره کړې ده.

چين چې تر دې مهاله يې پر اوکراين د روسيې بريد نه دی غندلی، هڅه کوي چې د مسکو دې ګام ته ډيپلوماټيک پوښښ ورکړي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير ويلي چې نړۍ د نړيوالو اړيکو په تاريخ کې ډيرې جدي مرحلې ته رسيدلې ده. هغه په يوه ويډيويي پيغام کې چې د چين د بهرنيو چارو وزير سره تر کتنې وړاندې يې خپور کړی ويلي، موږ له تاسو او خپلو نورو ملګرو سره د څو قطبي، عادلانه او ډيموکراټيک نړيوال نظام د جوړولو پر لوري روان يو.

د چين د بهرنيو چارو وزير هم ويلي چې هيواد به يې د نړيوال نظام د څو قطبي کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي. هغه زياته کړې چې د روسيې او چين اړيکې هيڅ محدوديت نه لري.

Leave a reply