امریکا وایي؛ پوتین ته د اوکراین جګړې پۀ اړه دقیق معلومات نۀ ورکول کېږي

امریکا وایي؛ پوتین ته د اوکراین جګړې پۀ اړه دقیق معلومات نۀ ورکول کېږي
سپینه ماڼۍ دغه راز وايي، داسې استخباراتي معلومات لري، چې ښيي د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین او د روسي پوځي مشرتابه تر منځ اختلاف رامنځته شوی او پر روسي اقتصاد د بندیزونو بشپړ اغېز په هکله هم نوموړي ته سم معلومات نه ورکول کېږي.
(2022 / 3 / 31 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
امریکا وايي، د ولسمشر پوتین سلاکاران هغه ته له ډاره په اوکرایین کې د جګړې د ناوړه بڼې په هکله کره معلومات نه ورکوي.
سپینه ماڼۍ دغه راز وايي، داسې استخباراتي معلومات لري، چې ښيي د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین او د روسي پوځي مشرتابه تر منځ اختلاف رامنځته شوی او پر روسي اقتصاد د بندیزونو بشپړ اغېز په هکله هم نوموړي ته سم معلومات نه ورکول کېږي.
بل لور د بریتانیا یوه استخباراتي ادارې هم ويلي، په اوکرایین کې په جګړه د بوختو روسي پوځیانو د مورال کچه ټیټه شوې، د تجهیزاتو له کمي سره مخامخ دي او د امرونو له منلو سرغړونه کوي.
د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ کریملین تر اوسه د دې ارزونو په هکله څه نه دي ویلي.






