د عمران خان په ضد عدم اعتماد، نن په قومي اسمبلۍ غونډه کې په دې اړه بحث کیږي

0
144

باغي ټي وي رپورټ
د قومي اسمبلۍ مهمه غونډه به نن مازيګر څلور بجې پارليمنټ هاؤس كښې كېږي۔
د قومي اسمبلۍ د نن ورځې د غونډې ایجنډا جاري كړې شوې چې له مخې به يې په غونډه كښې د وزيراعظم خلاف د عدم اعتماد په تحريك بحث كولې شي او د اپوزيشن ليډر شهباز شريف به دا بحث پېل كوي۔
د وزيراعظم په ضد د عدم اعتماد په تحريک کې وئيل شوي چې وزيراعظم عمران خان د ايوان اعتماد له لاسه ورکړى ، عمران خان نور د وزيراعظمۍ چوکۍ نۀ شي ساتلى.
بل لوري ته شهباز شريف په مشرۍ کې د متحد اپوزیشن د پارليماني ګوندونو ګډه غونډه نن ماسپښين درې بجې رابللې ده چې پکې به د عدم اعتماد تحريک په اړه پر تګلارې غور کېږي.

Leave a reply