تر ځنډ وروسته آریانا سینما بېرته خپل فعالیت پیل کړ 

0
165

تر ځنډ وروسته آریانا سینما بېرته خپل فعالیت پیل کړ 

چارواکو ويلي چې په اريانا سينما کې به تر دې وروسته د یوه نوښت له لارې د ټولنیزو، فرهنګي او دیني ارزښتونو، ملي یووالي او له فساد سره د مبارزې د موضوعاتو په اړه د فلم او هنر له لارې خلکو ته معلومات ورکولو کیږي.

(2022 / 3 / 31   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

واک ته د ا.ا.ا تر رسيدو اووه مياشتې وروسته کابل ښار کې اريانا سينما يو ځل بيا فعاليت پيل کړ. کابل ښاروالي وايي اريانا سينما د (نوي ليد) په نوم داستاني فلم نندارې ته وړاندې کړ.

د يادې سينما د فعاليت د بيا پيل په مراسمو کې يو شمېر لوړپوړو دولتي چارواکو، هنرمندانو او د هنر مينه والو ګډون کړی و.

کابل ښاروالي وايي چې د اريانا سينما په بيا فعالولو کې د ايران (موج فلم)، د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رياست او افغان فلم تخنيکي مرستې کړې دي.

Leave a reply