د هلمند د بست تصدۍ چارواکي وایي چې تېر کال يې ۲۲ ميليونه افغانۍ ګټه کړې ده

د هلمند د بست تصدۍ چارواکي وایي چې تېر کال يې ۲۲ ميليونه افغانۍ ګټه کړې ده
دی وايي روان کال به له کروندګرو ۴ زره ټنه خامه پنبه وپېرې چي په دې سره به يې د ګټې اندازه هم دوه چنده شي. د بست د پنبې او نباتي غوړیو دولتي تصدي هره ورځ لس نيم ټنه غوړي تولیدوي چې ټول په يوه ورځ کې پلورل کيږي.
(2022 / 3 / 31 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د هلمند د بست د پنبې او نباتي غوړیو دولتي فابریکې تېر کال دوه زره ټنه دانه لرونکې پنبه له کروندګرو پېرلې وه چې تر پروسس وروسته يې محصولات بازار ته وړاندې کړې وو.
د یادې دولتي تصدۍ عملیاتي مرستیال انجنیر محمد حسین نیازی وايي چې د تېر کال له تولیداتو څخه يې ۲۲ میلیونه افغانۍ خالصه ګټه ترلاسه شوې چې په وينا يې له کنجاړې پرته يې نور ټول تولیدات پلورلي دي.