ايران له افغانستان سره د مرستو لپاره د يوه سيمه ييز ميکانيزم د جوړيدو غوښتنه کړې ده

0
162

نوموړي دغه راز په افغانستان کې د يوه ټولګډونه حکومت پر جوړيدو يو ځل بيا ټينګار کړی دی. د افغانستان د بهرنيو چارو د وزيرانو غونډه د چين د بهرنيو چارو د وزير په مشرۍ په چين کې پيل شوې او په پام کې ده چې د نن ورځې تر پايه به دوام وکړي.

(2022 / 3 / 31   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ايران له افغانستان سره د مرستو لپاره د يوه سيمه ييز ميکانيزم د جوړيدو غوښتنه کړې ده.

د ايران د بهرنيو چارو وزير حسين امير عبداللهيان په چين کې د افغانستان د ګاونډيو هيوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو غونډې ته په وينا کې ويلي، د افغانستان خلکو ته د مرستو د رسولو لپاره اړتيا ده چې د سيمې په کچه يو پولي صندوق رامنځته کړای شي.

Leave a reply