د ژمنو خلاف روسیې پر اوکراین بریدونه ډیر کړي
د ژمنو خلاف روسیې پر اوکراین بریدونه ډیر کړي
د دواړو لورو ترمنځ مذاکراتو کې د باور فضا جوړولو لپاره د بریدونو په کموالي ټینګار وشو، خو اوکراین وایي چې روسیې یې پر خپله ژمنه عمل و نه کړ. پر اوکراین د روسیې د برید نږدې میاشت پوره کېږي او تر دې دمه د روسیې د برید له امله دغه هېواد ته شاوخوا اویا میلیارده ډالر زیان اوښتی دی.
(2022 / 3 / 31 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
روسیې د خپلو ژمنو پر خلاف په اوکراین کې بریدونه بېرته ډېر کړي دي. د راپورونو له مخې روسي هوايي او توپچي ځواکونو د اوکراین په شمال کې بریدونو ته زور ورکړی دی او د اوکراین نظامي او حکومتي تاسیسات په نښه کوي.
له دې سره جوخت د اوکراین ولسمشر ویلي چې دوی به د هېواد په شمال کې دفاعي کرښې پیاوړې کړي.
د دواړو لورو ترمنځ مذاکراتو کې د باور فضا جوړولو لپاره د بریدونو په کموالي ټینګار وشو، خو اوکراین وایي چې روسیې یې پر خپله ژمنه عمل و نه کړ.
پر اوکراین د روسیې د برید نږدې میاشت پوره کېږي او تر دې دمه د روسیې د برید له امله دغه هېواد ته شاوخوا اویا میلیارده ډالر زیان اوښتی دی.