که له افغانستان سره مرستې ډېرې نه شي نو ۲۰۲۲ کال به د افغان ماشومانو لپاره خورا بوږنوونکی کال وي

که له افغانستان سره مرستې ډېرې نه شي نو ۲۰۲۲ کال به د افغان ماشومانو لپاره خورا بوږنوونکی کال وي
سرچینه دغه راز کاږي چې لوږه، خوارځواکي او ناروغۍ نور هغه عاملونه دي چې د افغان ماشومانو ژوند یې له خطر سره مخ کړی دی. د ماشومانو د خوندیتوب اداره وايي ددې جدي اړتیا ده چې له افغان ماشومانو سره د مرستې لپاره هڅې ډېرې شي.
(2022 / 3 / 31 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ماشومانو د خوندیتوب نړیوالې ادارې ویلي چې په افغانستان کې شاوخوا ۱۲ میلیونه ماشومان له لوږې او خورا ناوړه وضعیت سره مخ دي چې د نړیوالو لاسنیوي ته اړتیا لري.
سرچینه کاږي د اګسټ له ۱۲مې وروسته په افغانستان کې بېوزلي او لوږه د چټکې پراختیا په حال کې دي، چې له همدې امله ګڼو کورنیو خپل ماشومان له ښوونځیو راګرځولي په دوی کار کوي او یا هم ځینې کورنۍ د خپلو ماشومانو پلورلو ته اړ شوې دي.