ملګري ملتونه وایي له افغانستان سره د بشري مرستو د جذب لپاره یې هڅې پيل کړې دي
ملګري ملتونه وایي له افغانستان سره د بشري مرستو د جذب لپاره یې هڅې پيل کړې دي
تر دې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوالې ادارې هم ویلي وو، چې په افغانستان کې له اقتصادي پلوه له ستونزو سره مخ دي او که نړیوال یې لاسنیوی و نه کړي نو بشردوستانه خدمات به یې له خنډ سره مخ شي.
(2022 / 3 / 31 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ویلي چې د لندن او دوحې کنفرانسونو کې هڅه کوي له افغانستان سره لا ډېرې بشردوستانه مرستې جذب کړي او نړیوال یې هڅولي چې د افغانانو لاسنیوی وکړي.
دغه اداره وايي له افغانانو سره د جدي مرستو اړتیا ده او شتمنو هېوادونو ته په کار ده چې له سخاوت کار واخلي. سرچینه کاږي چې ملګري ملتونه دمګړی په افغانستان کې د خپلو بشردوستانه خدماتو د مخ ته بېولو لپاره له مالي ستونزو سره مخ دي او د نړیوالې ټولنې لاسنیوي ته اړتیا لري.