اسحاق ډار او جهانګیر ترین یوبل سره خبرې کړي

0
198

باغی ټي وي رپورټ
د خزانې پخواني وزير اسحاق ډار او د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) مشر جهانګير ترين یو بل سره رابطه کړې ده۔دسرچينو له مخې د جهانګير ترين او اسحاق ډار ترمينځ خبرې نيم ساعت روانې وې چې پکې دپنجاب او وفاق ترمينځ په ممکنه همکارۍ هم خبرې اترې شوي دي.

سرچینې وايي چې د وزیر اعلی د څوکۍ لپاره د ګډ نوماند او راتلونکو تماسونو په اړه غور وشو. نږدې سرچینو ادعا کړې چې دواړو مشرانو د پنجاب د اعلی وزیر عثمان بزدار په وړاندې د عدم اعتما تحریک راوړلو په اړه هم خبرې کړي دی. د جیو رپورټ مطابق، دواړه مشران رسنیو سره د تبصرې لپاره شتون نلري. ترین ګروپ په دې وروستیو وختونو کې د وفاق او پنجاب په سیاست کې مهم رول لوبوي. ياده دې وي چې اسحاق ډار او جهانګير ترين دواړه دا مهال په لندن کې دي.

Leave a reply