پیښور کې خلقو د مفتي محمود فلایی اوور څخه لګول شوې د اوسپنې د پردې دیوال غلا کړې دې

0
175

باغی ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا په مرکزي ښار پیښور کې د مفتي محمود فلائي اوور څخه د سيکورټي او پردو لپاره لګولې شوي پرده ديوالونه خلقو غلا کړي دي،
په رسنیو کې د رپورټ مطابق خلقو دا بیا خرڅ کړي دي چي په نتيجه کښې ئي د پيښور هائي کورټ مخي ته لګيدلي ديوالونه اوس محفوظ دي او د پله په دواړو غاړو ته موجود ټولې جنګلې هم خلقو غلا کړي دي.
د مشرق رپورټ مطابق، مفتي محمود فلائی اوور د لوېدیځ لوري ته د رډیو پاکستان، صوبايي اسمبلۍ، پېښور های کورټ او ختیځ لوري ته د لیډي ریډنګ هسپتال د استوګنې کوارټرونو د پردې او امنیت لپاره اوسپنیزه پرده دیوال لګول شوې وو چې وس خلقو د غلا کړې دې.
دا جنګلې د اوسپنې د مختلفو ټوټو څخه جوړې شوي او د نشه يي توکو د روږدو او کثافاتو راټولونکو له خوا ماتېږي او غلا کیږي، پل د شپې له خوا د تګ راتګ لپاره تړل کېږي، چې وروسته لسګونه کسان پر پله پورته کېږي او دا جنګلې غلا کوي، د رپورټ مطابق دا اوسپنه په محلي کباړ خانو کې خرڅوي، د رپورټ مطابق پولیس په دې اړه څه کاروایی نه ده کړي او اولس غوښتنه کوي چې دداسې کسانو په ضد دې پولیس کاروایی وکړي چې د اوسپنې دا جنګلې غلا کوي.

Leave a reply