په کابل کښې طالبانو خبریالان آزاد کړل

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان پایه تخت نه خپاره شوي رپورټونه وایی چې نن طالبانو کوم ۱۴ خبریالان نیولي وو هغه ی خوشی کړي دي.

په کابل کښې میشت یو خبریال انیس الرحمان په خپل ټویټر پانړه لیکلی چې طالبانو نیول شوی خبریالان خوشي کړي.

یاده دي چې نن په رسنیو کښې داسې رپورټونه خپاره شوي چې طالبانو په کابل کښې د یو لاریون کوریج کولو والا خبریالان ونیول، په خبریالانو کښې داسې ویډیو او تصویر ویستونکي کیمرامین هم وو.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *