په کابل کښې د پاکستان سفیر او د نړیوال خوراک سازمان مشرې ترمینځ ملاقات

0
247

باغي ټي وي رپورټ
په پایه تخت کابل کښې د پاکستان سفیر منصور احمد په خپل ټویټر پانړه لیکلي چې د خوراک نړیوالې ادارې د کابل لپاره نماینده سره ی ملاقات کړې او د پاکستان په لاره د افغانستان هیواد ته د مرستو راوړلو په اړه ی ورسره ګټورې خبرې کړي دي.

د پاکستان سفیر د طرف نه میري ایلن ته ډاډ او ښه باور ورکړې شوې چې پاکستان به د خوراک نړیوال سازمان سره مکمل مرسته کوي چې د افغانستان ځپلي هیواد سره مرستې وشی او په ښه طریقه باندې افغانستان ته دغه مرستې ورسول شي.

Leave a reply