امنیتي ځواکونو ننګرهار کې شپږ سړي تښتوونکي وژلي 

0
180

د ننګرهار د استخباراتو رياست ويلي چې منسوبينو يې پرون شپه د جلال اباد ښار کې شپږ سړي تښتوونکي له پښو غورځولي دي. چارواکو ويلي، ياد کسان يې هغه وخت وژلي، چې د جلال اباد ښار د خالص بابا فاميليو په سيمه کې يې له امنيتي ځواکونو سره وسله وال مقاومت وکړ.

(2022 / 3 / 30  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ننګرهار ولایت سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې شپږ سړي تښتوونکي وژل شوي دي.

د ننګرهار د استخباراتو رياست ويلي چې منسوبينو يې پرون شپه د جلال اباد ښار کې شپږ سړي تښتوونکي له پښو غورځولي دي. چارواکو ويلي، ياد کسان يې هغه وخت وژلي، چې د جلال اباد ښار د خالص بابا فاميليو په سيمه کې يې له امنيتي ځواکونو سره وسله وال مقاومت وکړ.

ويل شوي چې د وژل شويو کسانو شپږ ميله کلاشينکوف، يوه اندازه مرمۍ او نظامي تجهيزات د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

Leave a reply