دا ځل طالبان بدل شوي، ددوی رویه نرمه شوې ده

0
190

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان پایه تخت کابل نه داسې رپورټونو او تصویرونه خپاره شوي چې پکښې ښکاري چې دې ځل د امارت اسلامی جنګیالي او مشرانو بدل شوي او په دوی رویو او سلوک کښې هم ډیر تغیر رامینځ ته شوې دې.

په ټولنیزو رسنیو په افغانستان کښې د یو پوهنتون تصویر په ټویټر خپور شوې چې پکښې د پوهنتون جونه او نارینه زده کوونکې په یو پوهنتون کښې د درس ویلو په موقع موجودې دي.
په تصویر کښې ښکاری چې د ښځو او نارینه ترمینځ یوه پرده لګول شوي چې جونه او سړي یوبل ته نه ښکاری.
یاده دې وی چې دې ځل د نړې ډیرو هیوادونو حکومتونو او مشرانو هم دا بیان دې چې دې ځل طالبان بدل شوي دې، ددوی په رویه کښې ډیر فرق راغلې دې.
په پایه تخت کابل کښې هم څو ورځې وړاندې یو طالب مشر د ښځینه سازمان یوې مشرې سره په ډیر نرم او ښه انداز خبرې کوي.
یاده دې وی چې نن هم په کابل کښې د یو شمیر ښځو له طرف د آزادۍ غوښتلو لپاره یوه احتجاجي مظاهره شوې دې.

Leave a reply