مولانا فضل الرحمان دې د قبائلي اولس سره کړې وعدې عملي کړي، د فاټا انضمام قبائلي اولس ته د منلو نه دے، ملک صلاح الدين کوکي خيل

باغي ټي وي رپورټ
د جمعیت علمای اسلام پاکستان مشر مولانا فضل الرحمان له قبایلي مشرانو سره په لیدنه کې ژمنه کړې وه، چې د قبایلو اکثریت چې څه غواړي هغه به ددې قبایلي اولس په خوښه شی، نن ټول قبایلي اولس ته د قبایلي علاقو په صوبه کې شاملیدل قبول نه دي او ددوی د انضمام په ضد چغې وهل پیل کړي دي.
د اخبرې د ضلع خیبر په جمرود کې مقامي مشرانو ملک صلاح الدین آفریدي او نور مشرانو رسنیو سره د خبرو اترو په موقع کړي دي.
قومي مشر ملک صلاح الدين کوکي خيل، حضرت ولي آفريدي او ملک شهزاده امين ميډيا سره خبرو کښې اوويل چې د ملک په موجوده صورتحال کښې هر ګوند خپلې غوښتنې پوره کوي او ملک د يو نوي نظام په لور روان دے او له فضل الرحمان ته په ډاګه کړې ده ده چې په قبایلي ضلعو کې د قبایلي خلقومطابق کار وشي او د فاټا انضمام په اړه دې بیا له سره غور وشي.





