د نوي حکومت تر جوړېدو هېچا ته بهر ته د تګ اجازه نشته

د نوي حکومت تر جوړېدو هېچاته بهر ته د تګ اجازه نشته
طالبانو ویلي چې د نوي حکومت تر اعلان او کابل هوايي ډګر تر فعالیدو هېچا ته بهر ته د تلو اجازه نشته.
(2021 / 9 / 7 نېټه باغي ټلویزیون)
طالبانو ویلي چې د نوي حکومت تر اعلان او کابل هوايي ډګر تر فعالیدو هېچا ته بهر ته د تلو اجازه نشته.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د بلخ هوايي ډګر په هکله د هغو پوښتنو په ځواب کې چې څوک نه پرېښودل کېږي له افغانستان څخه ووځي، ویلي دي چې هېچاته به په ناقانونه توګه له هېواد نه د وتلو اجازه ورنکړي، د حکومت تر اعلان او د کابل هوايي ډګر تر بیا فعالیدو وروسته هغه کسان چې قانوني اسناد لري کولی شي لاړ شي.
تر دې وړاندې امریکا اعلان کړی ؤ چې طالبانو د دوی الوتکې په بلخ کې برمته نیولي دي.




