کانګو امن مشن، د پاکستان ۸ افسران شهیدان شوي

0
166

باغی ټي وي رپورټ
په کانګو کې د ملګرو ملتونو د سوله ساتو په ماموریت کې د پاکستان د پوځ یوه چورلکه رالوېدلې دې.
د چورلکې د راغورزیدلو په پای کې د افسرانو او سرتېرو په ګډون یې اته کسان وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ISPR) له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دې چې دغه غمجنه پېښه د افریقايي هېواد کانګو په سیمه کې رامنځ ته شوي ده.
په بیان کې ویل شوي دي چې د پاکستان د پوځ پوما چورلکه د څارنې ماموریت پر مهال غورځېدلې ده .
په پېښه کې د پاکستان د پوځ د شپږو افسرانو او سرتېرو په ګډون د سولې د ماموریت اته افسران وژل شوي دي.

د آئي ايس پي آر ترمخه د پاکستان ايوي ايشن يونټ د کال 2011م راهسې کانګو کښې د ملګرو ملتونو په امن مشن کې بوخت دې او د امن په دې مشن کې پاکستان په فعاله توګه برخه اخلی.

Leave a reply