مخکښ سني ایرانی عالم: طالبانو تغیر کړی، احمد مسعود دې خلک نه پاروي

0
102

مخکښ سني ایرانی عالم: طالبانو تغیر کړی، احمد مسعود دې خلک نه پاروي

مخکښ سني ایراني دیني عالم مولوي عبدالحمید اسماعیل‌زهي ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو واک ته رسېدو باندې خوښ دی…

 

(2021 / 9 / 7 نېټه باغي ټلویزیون)

مخکښ سني ایراني دیني عالم مولوي عبدالحمید اسماعیل‌زهي ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو واک ته رسېدو باندې خوښ دی، ځکه د نوموړي په باور دا یو اصیل حرکت دی چې په دغه هېواد کې یې د یو غوره اصلاحي نظام لپاره کلونه مبارزه کړې ده. هغه په یوه تازه مرکه کې ویلي چې طالبان هماغه پخواني طالبان نه دي چې شل کاله مخکې وو. دغه مخکښ عالم ویلي چې طالبانو ته یې په وار وار د بشري حقونو، ښځو حقونو او د ملت جوړونې سپارښتنې کړې دي. نوموړي دغه راز زیاته کړې چې که چېرته طالبان غواړي پر افغانستان اوږدمهاله واکمني وکړي نو باید یو پراخ بنسټه حکومت جوړ او ټولو مذهبي اقلیتونو ته پکې ځای ورکړي. هغه دغه راز د احمد مسعود وروستیو څرګندونو ته غبرګون کې ویلي چې نور باید د خلکو له پارولو ډډه وکړي او له طالبانو سره یو ځای دې د پر ځان بسیا افغانستان لپاره هلې ځلې وکړي. نوموړي احمد مسعود ته په خطاب کې ویلي چې د حل یوازینۍ لار خبرې دي او له دې پرته بله هیڅ چاره نه لري.

Leave a reply