د پاکستان په ضد د بهر هیواد څخه سازش کیږي، دې لپاره مالي مرستې شي: شیخ رشید

0
141

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد په یو بیان کې تور لګولې دې دي چې د عدم اعتماد تحريك د کامیابیدو لپاره د بهر هیواد څخه مالي مرستې کیږي.
هغه وایی چې كومو كسانو چې په نړيواله كچه سازش كړې دې ھغوي به خامخا ماتې سره مخ شي . شیخ وایی چې د پي ټي آئي اوسنۍ جلسې ثابت كړې چې د پاکستان اولس وزيراعظم عمران خان سره ولاړ دے.
د نهې په ورځ یوې خبري غونډې ته په وېنا كښې وفاقي وزير ووئيل چې امنيتي ځواكونو ناوړه عزائم لرونكي څلور ترهګر نيولې دي چې په ضد به ئې د ترهګرۍ په عدالت كښې كېس چلولې شي۔
فاقي وزير په اسلام آباد كښې د اولسي اجتماعاتو په سوله ايز انعقاد د اطمينان څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل چې داخله وزارت په يوه مياشت كښې په جلسې جلسونو٬ مارچ او د او آئي سي په كنفرنس كښې بوخت وو او ټولې چارې به بریالۍ توب سره پای ته رسیدلي دي.
هغه اوویل چې په دې ټول فورسز له مباركي وركوم، اوس كنټېنرز لرې كړې شوي دي او ټول سړكونه پاك كړې شوې دي.
۔ شېخ رشيد احمد د مسلم ليګ (ق) لخوا د وزيراعظم عمران خان د ملاتړ د پرېكړې ستائنه كولو سره ووئيل چې دا ښه پرېكړه ده او د وزیراعظم لپاره کامبابي ده .

Leave a reply