په نړیوال کچ د چاپیریال په ساتنه کې د پاکستان ستاینه شوې ده

باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم عمران خان د سه شنبې په ورځ د لس اربه ونو سونامي په کاميابۍ سره ترسره کولو لپاره د هغه د ټيم ستاينه وکړه چې په ونو کرلو کې ی فعال کردار ادا کړو، دا ستاینه عمران خان په داسې وخت کې کړې چې د ملګرو ملتونو د پاکستا ن په اړه د چاپيريال پروګرام (UNEP) د ايکوسسټم په بحالۍ کې د پاکستان د مخکښ رول اعتراف کړې دې او د په ملیارد سونامی ونو کرلو ی د پاکستان رول ستاینه کړه ده.
لومړي وزیر په یوه ټویټ کې د UNEP په حواله وویل چې زه په خپل ټیم ویاړ کوم، هغه زیاتوي چې مونږ د تاریخ په داسې مرحله کې یو چې مونږ باید په دې عمل وکړو او پاکستان د دې مهمې هڅې مشري کوي .
د اې پي پي رپورټ مطابق ، لومړي وزیر د سټاک هام په ویب پانړه کې خپره شوې مقاله هم شریکه کړه ، دا رپورټ د هغه یوه نړیوالې غونډې په اړه دې چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ لخوا رابلل شوې وه ، د چمتووالي غونډه چې د مارچ په 28 په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې جوړه شوې وه.په مقاله کې د چاپیریال په ښه کولو کې د پاکستان د مرستې یادونه شوې.
Proud of my team. “We are at a point in history where we need to act, and Pakistan is leading on this important effort” says UNEP.https://t.co/jqcq8b7jRe
— Imran Khan (@ImranKhanPTI) March 29, 2022





