د پایه تخت اسلام آباد هوار ډیره بده اغیزمنه شوې ده

باغی ټي وي رپورټ
د وفاقي پلازمېنې د هوا کيفيت د سه شنبې په ورځ وروسته له هغه ککړ شو چې په فضا کې د هوا ککړونکو موادو لوړ تناسب د سياسي غونډو وروسته د موټرو د زياتوالي له امله ثبت شو چې له امله يې ښار د هوا په ککړتيا کې ډوب شو.د هوا د کیفیت ډیټا د پاکستان د چاپیریال ساتنې ادارې (Pak-EPA) لخوا راټول شوي چې د 24 ساعتونو لپاره د هوا د ککړتیا تناسب څارنه کوي د اتو ساعتونو څخه د مختلف ځایونو څخه د ډیټا راټولولو پراساس ی دا څرګندونه کړې ده.
د رپورټ مطابق دا بده او د لوګو ډکه هوا ماشومان او بوډاګان چې د سږي او یو شمیر نور مرضونه لري ډیر بد اغیزمن کیږي او دې بدې هوار سره ددوی په صحت نوره بده اغیزه شي. د یادونې ده چې د تیرو ځو ورځو څخه په اسلام آباد کې په زرګونو خلق چې د ټول هیواد څخه راغلي ننوتلي، ددوی ګاړي او دغه شان په پایه تخت اسلام آباد کې په یو وخت دومره زیات خلقو داخلیدل دا ښار ډیر بد متاثره کړې دي او ددې ښار هوای ی ډیره خرابه کړي ده چې له وجهې ی د ځایی خلقو او هم ددې خلقو د صحت خرابیدو اندیښنې مخې ته راغلي دي.






