لوګر ولایت کې د پنځو ښوونځیو د بیا رغونې چارې پیل شوي

د دغه ریاست د معلوماتو له مخې، یاد ښوونځي، د پوهنې ریاست په غوښتنه د آی، آر، سي موسسې په مالي لګښت تر راتلونکې یوې میاشتې پورې بیارغول کېږي.
د لوګر د پوهنې رییس مولوي جنت ګل عزیز ویلي چې د نوموړو ښوونځیو په بیارغولو سره به د ۳ زره زده کوونکو لپاره د زده کړو ښه چاپیریال برابر شي.
(2022 / 3 / 29 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د لوګر په برکي برک ولسوالۍ کې د پنځو ښوونځیو د بیارغونې چارې پیل شوې دي.
د لوګر ولایت د پوهنې ریاست ویلي چې د لوګر ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې د نجونو او هلکانو د ۵ ښوونځیو د ودانیو د بیارغونې عملي چارې پیل شوې دي.