د عمران خان پیریډ ګروانډ جلسه او د برطانوی میډیا ادعاوې

0
181

باغی ټي وي رپورټ
د اسلام اباد په شکر پړیا میدان کې د مارچ په ۲۷ مه د پي ټي آی په غونډه کې د ګډون کوونکو شمېر په اړه ګڼې ادعاوې کېږي.
تيره ورځ د پي ټي آئي د سټېج انتظاميې دعوه کړې وه چې په جلسه کې په لکونو خلقو ګډون کړی وو، د اسلام اباد پوليس د 60,000 څخه تر 70,000 پورې د ګډونوالو شميره ښایی او استخباراتي ادارې د خلقو او د نور پي ټي آیی مینه والو دا شمیره تر 26,000 ښودلې وه.
د جیو نیوز رپورټ مطابق ، برطانوي رسنۍ د عمران خان په غونډه کې د ګډون کوونکو د شمېر په اړه ادعا کوي برطانوي رسنیو راپورونه د ځای، ظرفیت او د ګډون کوونکو شمیر / د فایل عکس په اړه بحث کوي. د بي بي سي یو راپور د ګوګل میپ له لارې ادعا کړې چې د شکرپړیا پریډ ګراونډ کې د عمران خان د جلسې ځای ۵۷۴۵۳۱ مربع فوټ پراخ او پلن دې، په رپورټ کې وایی چې په دې ځای کې هلته د ۱۶۷۰۰۰ کسانو د راټولېدو ځای شته.

Leave a reply