د عمران خان په اړه د شوبز هنرمندانو مهمې خبرې کړي دي

0
74

باغی ټي وي رپورټ
د شوبز هنرمندان او نور مشهور شخصیتونه د لومړي وزیر عمران خان په ملاتړ خپل غږونه پورته کړي دي.
د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) اسلام اباد پریډ ګراونډ غونډې نه وړاندې او وروسته ګڼو مشهورو شخصیتونو له عمران خان سره پیوستون څرګند کړې دې او د هغه لپاره یې خپل پیغامونه خپاره کړي دي.
مشهور اداکار عدنان صدیقي په ټوېټر جاري شوي یو پیغام کې ویلي څوک چې په ګنده سیاست کې بوخت دي ایا دوی دا فکر نه کوي چې عمران خان یو لوی مشر دی؟
ماهره خان د عمران خان په ملاتړ لنډ ټویټ کړی، د لومړي وزیر له نوم سره یې د پاکستان بیرغ جوړ کړی او د دعا پر مهال یې یو ایموجي هم جوړ کړی دي چې له عمران خان سره ی ملاتړ څرګند کړي دي او دا مطلب ی څرګند کړې دې چې الله تعالي دې د پاکستان ساتنه وکړي.

Leave a reply