پخوانۍ صدر آصف زرداري اندیښنه څرګنده کړې ده
باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان پخواني صدر اصف علي زرداري او د مسلم ليګ (ق) صدر چوهدري شجاعت سره یو بل سره اړیکې ټینګې کړي دي.
دسرچينو له مخې دوزيراعظمۍ لپاره دچوهدري پرويز الهی د نومولو وروستو اصف علي زرداري سخته انديښنه څرګنده کړې ده اؤ تيره شپه يې دچوهدري وروڼو کور ته خپل یو نزدې کس ليږلى دى.
سرچينې زياته کړې، چې اصف علي زرداري ته نږدې يوه کس د پخواني ولسمشر دغه پيغام چوهدري وروڼو ته رسولى دې، په پیغام کې داسې ویل شوي دي چې د وزیراعظم دغه پرېکړه نه مني.
د مسلم ليگ (ق) اؤ پيپلز پارټۍ ترمینځ پریکړه شوي وه او اپوزيشن د مسلم ليگ (ق) ټولې خبرې منلې وې.
دسرچينو ترمخه اصف علي زرداري سره تر ليدنې وروستو پرويز الهی د اتحاد جوړولو پس په هغه موقع خواږ هم خوړلي وو خو اوس پخواني صدر د مسلم ليګ (ق) په دې فيصله حيرانتيا ښودلې ده.