راتلونکې پنجشته جینوا کې د افغانستان پۀ اړه کنفرانس جوړېږي 

0
95

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ویلي چې دغه غونډه به د پنجشبې په ورځ جوړېږي. د غونډې کوربه توب بریتانیا، آلمان او ملګري ملتونه کوي. په دې کنفرانس کې به د ګڼو هېوادونو استازي ګډون لري او د افغانستان پر وضعیت به خبرې کوي.

(2022 / 3 / 29  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په راتلونکو دوو ورځو کې له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو په موخه په جینوا کې کنفرانس جوړېږي.

د رسنیو د راپورونو له مخې په دې غونډه کې به له افغانستان سره د لا ډېرو بشردوستانه مرستو غوښتنه کېږي او هڅه کېږي چې دلته د روان بشري ناورین لپاره مرستې راټولې کړل شي.

Leave a reply