د بښنې نړۍوال سازمان پر طالبانو غږ کړی چې د نجونو ښوونځي بېرته پرانیزي
د بښنې نړۍوال سازمان پر طالبانو غږ کړی چې د نجونو ښوونځي بېرته پرانیزي
د بښنې نړيوال سازمان په يوه راپور کې د دې سازمان د سويلي اسيا د څانګې د مشرې يمينی ميشرا له قوله ويل شوي چې له زدهکړو د نجونو منع کول به د افغانستان د ټولنیزې او اقتصادي ودې پر لرلید ناوه اغيز وکړي.
(2022 / 3 / 29 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د بښنې نړيوال سازمان يا امنسټي انټرنيشنل د ا.ا.ا امارت له لوري د نجونو د ښوونځيو نه پرانيستل کيدل غندلي او ويلي يې دي چې ا.ا دې د نجونو د زده کړو د مخنيوي لپاره زړې پلمې نه کاروي.
د بښنې نړيوال سازمان په يوه راپور کې د دې سازمان د سويلي اسيا د څانګې د مشرې يمينی ميشرا له قوله ويل شوي چې له زدهکړو د نجونو منع کول به د افغانستان د ټولنیزې او اقتصادي ودې پر لرلید ناوه اغيز وکړي.
مېرمن میشرا ټینګار له نړیوالې ټولنې غوښتي چې له طالب چارواکو سره په خبرو کې دې د ښځو او نجونو د زده کړو حقونه د سرې کرښې په توګه وټاکي.
هغې زیاته کړې چې طالبان باید له ځنډ پرته ټولو او د هر عمر لرونکو نجونو ته اجازه ورکړي چې ښوونځيو ته لاړې شي.