د عمران خان په ضد د عدم اعتماد تحریک، منحرف غړو مهمه پریکړه کړې

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف ګوند منحرف غړو په هر صورت د عدم اعتماد له تحریک سره خپل ملاتړ اعلان کړې دې.
د پي ټي آئي منحرف غړي رميش کمار او باسط سلطان بخاري نن د جيو نيوز پروګرام شاهزيب خانزاده کښې ګډون اوکړو او دا مهمه خبره او پریکړه ی وکړه.
رمیش کمار د ټول عمر لپاره د نااهلۍ د امکان په اړه وویل چې زه او پاکستان د خپلې ژمنې د عملي کولو لپاره هر ډول قربانۍ ته تیار یو، نه یوازې زه بلکې زموږ ټول ملګري په خپلو ژمنو ولاړ دي.
ده ووئيل چې د پروېز الهي په پرېكړه پښيمانه دي۔
شاهزيب خانزاده سره خبرو کښې د پي ټي آئي منحرف غړي باسط سلطان بخاري وويل چې مونږ به بې اعتمادي کامياب کړو، هغوی زیاته کړه چې د خلقو کومې خوش فهمۍ دي هغه به لرې کړو.
ده وويل چې په سياست کې هيڅ د پاي ټکي نه وي، سبا به ټول صورت حال روښانه شي.ياده دې وي چې تيره ورځ د ډپټي سپيکر قاسم سوري په مشرۍ کښې د قومي اسمبلۍ مهمه غونډه شوې وه چې پکښې د اپوزيشن ليډر شهباز شريف د وزيراعظم عمران خان د وزيراعظم څوکۍ څخه د لرې کولو لپاره د عدم اعتماد تحريک وړاندې کړې وو۔






