چې واک ترلاسه کړو د نړیوال سازش د تورونو پلټنه به کوو: خورشید شاه

0
120

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان پيپلز پارټۍ (پي پي پي) مشر خورشيد شاه وئيلي دي چې واک ته د به رسيدو پس به د وزيراعظم عمران خان د حکومت د نسکورولو لپاره د نړيوال سازش د تورونو په اړه پلټنه به کوي .

خورشيد شاه وئيلي دي چې دحکومت په واک کې اخستو سره به لومړې حکم ليک راوباسو اؤ دعالمي سازش دتورونو پلټنه به وکړو.ياده دې وي چې وزيراعظم عمران خان تيره ورځ يوې جلسې ته د وينا په مهال د خپل سرپرائز په اړه یو اعلان کړې وو۔
وزيراعظم عمران خان د خپل جيب نه يو خط راويستو او وئيلي ئې وو چې د نړيوالو فنډونو په مرسته د ده په ضد سازشونو روان دي او وئيلي ئې دي چې دوی به په سازشونو په جال کې راګیر نه شي.
هغه اوویل چې ډېر زر او په مناسب وخت کې به څرګنده کړي چې په لندن کې ناست کس له چا سره ملاقات کوي او په پاکستان کې ناست کسان د چا په لار روان دي.
د جیو نیوز رپورټ مطابق عمران خان وويل، چې له بهر څخه پيسې راځي، زموږ له خلکو څخه کار اخيستل کيږي، زياتره په ناپوهۍ سره، خو ځينې په قصدي ډول دغه پيسې زموږ پر ضد کاروي، کله چې په پارلمان کې رايه اچونه وشي، ولس به هر څه وګوري.

Leave a reply