د قامي اسمبلۍ سپیکر او د اپوزیشن مشرانو ملاقات

0
153

باغی ټي وي رپورټ
د قامي اسمبلۍ سپيكر او د اپوزيشن مشرانو ملاقات وکړو، د رسنیو رپورټ مطابق پرون د اسمبلۍ وړاندې د مخالفو ګوندونو استازو د وزيراعظم خلاف د عدم اعتماد تحريک په معامله د قومي اسمبلۍ سپيکر اسد قيصر سره ولیدل.

دسرچينو ترمخه په دغه ليدنه کې دقومي اسمبلۍ غونډې په اصولو خبرې اترې شوي چې پکې سپيکر داساسي قانون سره سمې ترسره کولو ډاډ ورکړى دى.

دسرچينو له مخې سپيکر داپوزيشن استازو ته وئيلي وو چې دبې اعتمادۍ تحريک به نن وړاندې کولى شي.
د اپوزيشن استازو او د قامي اسمبلۍ د سپيکر تر منځ په غونډه کې موافقه شوې وه چې د عدم اعتماد د تحريک وروستو به غونډه د نن نه دوه ورځې وځنډول شي.
د جیو نیوز رپورټ مطابق، د دوه ورځني وقفې نه وروسته به غونډه کې د عدم اعتماد په اړه خبرې کیږي.

د قامي اسمبلۍ سپيکر اسد قيصر هم وئيلي دي چي د وزيراعظم عمران خان خلاف د عدم اعتماد تحريک ووټ به یوه هفته کې دننه دننه واچولې شي.

Leave a reply